د هوا د حالاتو اټکل
پنجشنبه د غبرګولی د میاشتې پنځه ویشتمه نیټه
قدرمنو اوریدونکو سلامونه مې ومنئ. اوس هم تاسو ته د سبا لپاره د هیواد د ځینو لویو ښارونو د هوا حالات وړاندی کوم چې د سانتی ګریډ په کچه اټکل شویده.
کابل: سبا به هم په کابل کې د نن په شان آسمان ځای ځای وریځ وي. د تودوخی لوړه درجه ۲۹ او ټیټه درجه به ۲۰ وي. د هوا لوندوالی به ۶۰ سلنه وي.
د هرات په ښار کې سبا به آسمان شین وي. د تودوخي لوړه درجه ۳۴ او ټیټه درجه به ۱۸ وي. د هوا لوندوالی به ۶۴ سلنه وي.
مزار شریف کې سبا به آسمان ځای ځای وریځ وي. د تودوخي لوړه درجه ۳۰ او ټیټه درجه به ۲۱ وي. د هوا لوندوالی به ۶۲ سلنه وي.
د غزني په ښار کې سبا به آسمان نیمه لمریز او هوا به سړه وي. د تودوخی لوړه درجه ۲۳ او ټیټه درجه ۱۱ وي. د هوا لوندوالی به ۵۲ سلنه وي.
جلال آباد کې به سبا آسمان شین او هوا ګرمه وي. د تودوخی لوړه درجه ۴۲ او ټیټه درجه به ۲۵ وي. د هوا لوندوالی به ۷۸ سلنه وي.
کندهار کي به هم آسمان شین او هوا ګرمه وي. د تودوخی لوړه درجه ۴۰ او ټیټه درجه به ۲۲ وي. د هوا لوندوالی به ۶۶ سلنه وي.
درنو اوریدونکو: دا وه د هوا د حالاتو وړاندوینه. د پاملرنې څخه مو مننه.
د راتلونکو ۲۴ ساعتونو لپاره د هوا د حالاتو وړاندوینه:
دوشنبه د سلواغې د میاشتی شپږمه نیټه
درنو اوریدونکو: د هوا پیژندنې ادارې د راپور له مخې سبا به د افغانستان شمالي او لویدیځ ولایتونه د سختو سړو لاندی وي او په بدخشان، تخار، کندز، بلخ سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات او فراه کې به واوره وریږي. په هرات، فراه او بادغیس کې د واورې د وریدو تر څنګ یخ باد به هم لګیږي.
په کابل او مرکزي ولایاتو کي به هم واوره وریږي. د سالنګ لویه لاره به د ترافیک پرمخ تړلی وي او د ایمال یا د واورې د ښویېدو امکان هم شته. درنو هیوادولو ته خبر ورکول کیږي چې تر بل اعلان پوری د سالنګ پر لاره د سفر څخه ډډه وکړي.
د هیواد په ختیځ او سویلی ولایاتو کې به آسمان اوریځ وي. په ننګرهار، کنړ، پکتیکا، زابل او کندهار کې د باران د وریدو امکان شته.
د ځینی لویو ښارونو د هوا د حالاتو وړاندوینه د سانتی ګریډ په کچه په لاندی ډول دي:
کابل: آسمان به وریځ وي، واوره به وریږي، د تودوخي لوړه درجه صفر او ټیټه درجه به منفي ۱۵ درجې وي.
هرات: آسمان به وریځ وي، واوره به وریږي او تیز باد به هم لګیږي. د تودوخي لوړه درجه منفی ۱۰ او ټیټه درجه یې منفی ۱۶ درجې اټکل شویده.
مزار شریف کي آسمان به وریځ وي، واوره به وریږي. د تودوخي لوړه درجه منفی ۵او ټیټه درجه یې منفی ۱۳ درجې اټکل شویده.
جلال آباد کي به آسمان وریځ وي او باران به وریږي. د تودوخی لوړه درجه ۱۲ او ټیټه یې ۳ درجې اټکل شویده.
په کندهار کې به آسمان وریځ وي او د باران د وریدو احتمال شته. د تودوخي لوړه درجه ۱۶ او ټیټه یې ۵ درجې اټکل شویده.